اتحاد هوايي شرکت د افغانستان له کام ایر سره خپل شراکت اعلان کړ

د اتحاد هوايي شرکت د افغانستان له کام ایر هوايي شرکت سره همکاري اعلان کړه. د اتحاد هوايي شرکت د اعلان له مخې، د دې شرکت پېرودونکي کولای شي له ټولې نړۍ څخه کابل او له هغه ځایه د ابوظبي په هوايي ډګر کې له کام ایر سره د افغانستان نورو ښارونو ته الوتنه وکړي.

اتحاد شرکت د جمعې په ورځ (د غويي۱۴مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په افغانستان کې د کام ایر، په یونان کې اسکای اکسپریس، په استرالیا کې رکس ایرلاین، په جنوبي کوریا کې ججو ایر او د میانمار له ایرویز انټرنشنل هوايي شرکت سره یې هوکړه کړې ده.

د اتحاد هوايي شرکت یو مشر اریک ډې ویلي، د هوايي شرکتونو ترمنځ دغه پنځه تړونونه به د ټولو هوايي شرکتونو د مېلمنو لپاره سفر اسانه کړي.

هغه زیاته کړه: "موږ خپلې شبکې پراخولو ته دوام ورکوو ترڅو په ټوله شبکه کې بې سیمه اتصال فعال کړو او خپلو مېلمونو ته د سفر پراخه انتخابونه وړاندې کړو."

د اتحاد هوايي شرکت وايي چې دا په ټوله نړۍ کې ۱۲۳ هوايي شرکتونو سره شراکتونه لري.