ټيټيپي د قومي مشر بادام ګل پر وژنې غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې د هغه غچ به اخلي
د پاکستان د طالبانو غورځنګ د قومي مشر بادام ګل پر وژلو د خواشینۍ څرګندولو تر څنګ ویلي، چې د هغه له وژونکو به غچ اخلي.
دغه قومي مشر چې د خیبر پښتونخوا په دره ادم خېل کې یې د طالبانو د غورځنګ مشري کوله، پرون یو شمېر وسلهوالو له ځانه سره وړی او نن یې د درې ادم خېل په اړونده سیمه کې مړی موندل شوی دی.
په هغه خبرپاڼه کې چې د دې ډلې ویاند محمد خراساني خپره کړې، د بادام ګل د وژلو پړه یې د پاکستان پر حکومتي ادارو اچولې او دا یې ویلي چې د دوی د ملګرو او مشرانو په وژلو سره دوی له خپله هوډه نه شي په شا کولای او د پاکستان د پوځ خلاف به خپله مبارزه روانه ساتي.
په خبرپاڼه کې د دره ادم خېل پر ځوانانو غږ شوی، چې ټول دې د دوی د تحریک په شاوخوا راټول او د ټيټيپي لیکې دې پیاوړې او د خپلو مشرانو د وژلو غچ دې واخلي.
تر دې وړاندې به چې کله د خیبر پښتونخوا په سیمو کې دغه شان هدفي وژنې ترسره کېدې، نو د پړې ګوته به یې د پاکستاني طالبانو لوري ته نیوله کېده؛ خو د اوسنۍ نادرې پېښې د ملامتیا ګوته د پاکستاني واکمنانو لوري ته راګرځېدلې، تر اوسه حکومتي غاړې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي او نه هم کومې ډلې د دغې وژنې مسوولیت منلی.