د قوش تېپې د کرېکټ شل اوره جام سيالیو کې بند امیر لوبډلې امو ته ماته ورکړه
د "قوش تېپې" په نامه د کرېکټ شل اوره سیالیو په دریمه لوبه کې بند امیر لوبډلې امو ته د لسو ویکټو په توپیر ماته ورکړه د بند امیر لوبډلې په نننۍ لوبه کې دوه لوبغاړي صدیق الله اتل او بهار شینواری ښه وځلېدل.
اتل ۶۳ او شینواري ۶۰ منډې حوړې کړې.
د قوش تېپې شل اوره جام د دریمې سیالۍ لومړی توپ اچونه امو لوبډلې پیل کړه، چې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره یې سیالې لوبډلې ته د ۱۴۳ منډو هدف وټاکه.
بند امیر لوبډلې بیا په اوولسم اور کې ورکړل شوی هدف پوره کړ او د لسو ویکټو په توپیر یې لوبه وګټله.
دا د بند امیر لوبډلې دویمه لوبه ده، چې ویې ګټله.
د بند امیر لوبډلمشري د حشمت شاهدي او د امو لوبډلمشري د شرف الدین اشرف په غاړه ده.
د دغه جام دوه لومړنۍ لوبې پرون د بند امیر او بست زون، سپین غر او مس عینک لوبډلو تر منځ شوې.
ټاکل شوې وه، چې د قوش تېپې ملي شل اوره جام سیالۍ په کندهار ښار کې وشي، خو د امنیتي ستونزو له امله دغه سیالۍ اوس په کابل کې تر سره کېږي.