قوش تېپې شل اوریز جام سیالۍ؛ نن بند امیر د امو زون پر وړاندې لوبېږي
د قوش تېپې شل اوریز جام د درېیمې سیالۍ پچه بند امیر لوبډلې وګټله او د امو زون لوبډلې پر وړاندې توپ اچونه کوي.
د افغانسان کرېکټ بورډ د پنجشبنې په ورځ د (غويي ۱۳مه) پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي چې، د قوش تېپې په نوم د کرېکټ شل اوریزو سیالیو درېیمه لوبه نن د بند امیر زون او امو زون تر منځ تر سره کېږي.
د یادې لوبې پچه د بند امیر زون لوبډلې وګټله او د امو زون پر وړاندې یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
د بند امیر لوبډلې لوبډلمشري د حشمت شاهدي او د امو زون لوبډلې لوبډل مشري د شرف الدین اشرف په غاړه ده.
د دغه جام دوه لومړنۍ لوبې تېره ورځ د بند امیر او بست زون، سپین غر او مس عینک لوبډلو تر منځ تر سره شوې.
ټاکل شوې وه، چې د قوش تېپې ملي شل اوریز جام سیالۍ په کندهار ښار کې تر سره شي؛ خو د امنیتي ستونزو له امله دغه سیالۍ اوس په کابل کې تر سره کېږي.