اروپايي ټولنې افغانستان کې د اقلیم له بدلون سره د مبارزې لپاره ۱۵ مېلیونه یورو ځانګړي کړي
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې شارژدافیره وايي، چې دغې ټولنې د اقلیم له بدلون سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره ۱۵ مېلیونه یورو ځانګړي کړي دي. رفیلا اېودېس وايي، افغانستان د اقلیم د بدلون په وړاندې تر ټولو زیانمن هېواد دی.
مېرمن اېودېس د چهارشنبې په ورځ د غويي په ۱۲مه پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې د اروپايي ټولنې د اسیا د اړیکو د څانګې مشر پیټرز اوستوبز افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د اروپايي ټولنې له سیمهییزو همکارانو سره د مرستو تړون لاسلیک کړ.
د اروپايي ټولنې شارژدافیره وايي، افغانستان د اقلیم له بدلون سره تر ټولو زیات زیانمنوونکی هېواد دی او افغان مېرمنې له دې بدلونونو ډېرې اغېزمنې شوې دي.
د اروپايي ټولنې د اسيايي اړيکو د څانګې مشر پيټرز اوستوبس چې په دې وروستيو کې افغانستان ته سفر کړى، په تېرو څو ورځو کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (يونيسېف) لپاره ١٥ مېليونه يورو، سوداګرو مېرمنو ته د وړو پورونو لپاره ١١.٨ مېليونه يورو مرسته وکړه او ۱۷ مېلیونه یورو یې د کډوالو د ملاتړ لپاره ځانګړي کړي.
تر دې مخکې د طالبانو د اقتصاد وزارت ویلي و، چې اروپايي ټولنه به د افغانستان په ۲۵۰ کلیو کې د چاپېریال ساتنې لپاره ۲۰ مېلیونه یورو نورې پیسې هم ولګوي.