له سریلانکا الف لوبډلې سره د دویمې لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله، لومړۍ توپ وهنه کوي
د افغانستان د کرېکت الف لوبډلې او سریلانکا د کرېکټ الف لوبډلې ترمنځ لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه د سریلانکا الف لوبډلې د اته منډو په توپیر ګټلې وه.
د افغانستان کرېکټ بورډ د سه شنبې په ورځ د ( غويي ۱۱مه) پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې د افغانستان د الف لوبډلې (افغان ابدالیانو) او سریلانکا الف لوبډلې ترمنځ د دویمې پنځوس اوریزې لوبې پچه افغان لوبډلې وګتله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.
د افغانستان او سریلانکا الف لوبډلو ترمنځ پنځه یو ورځنۍ لوبې د سریلانکا په کوربهتوب ترسره کېږي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه دوه ورځې وړاندې د سریلانکا الف لوبډلې د افغانستان د کرېکت الف لوبډلې څخه د اته منډو په توپیر وګتله.
په تېره لوبه کې په توپ وهنه کې حسن ریاض سل منډې او په توپ اچونه کې بلال سمیع څلور او سلیم ساپي د درېیو ویکټو په تر لاسه کولو د نورو لوبغاړو پرتله ښه وځلېدل.
تېره ورځ افغان کرېکټ بورد خبر ورکړ، چې د یادې لوبلړۍ لپاره د تمریناتو پر مهال د افغانستان د الف لوبدلې چټک توپ اچوونکی عبدالرحمن د ټپي کېدو له امله د یادې سیالۍ څخه بهر او پر ځای یې کامل کاکړ د لوبډلې سره د یوځای کېدو په موخه له کابله سریلانکا ته ولېږل شو.