د افغانستان په ټولو ولایتونو کې به د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین پیل شي

AP ۱۴۰۳ غویی ۹

له «پولیو څخه پاک افغانستان» موسسې نن یکشنبه د (غوايي نهمه) په ایکس پاڼه لیکلي چې سبا د دوشنبې په ورځ د (غوايي لسمه) به په ټولو ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ واکسین پیل شي.

دغې موسسې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې په دغه پروګرام کې ماشومانو ته (ویټامین اې) هم په پام کې نیول شوي.

له «پولیو څخه پاک افغانستان» موسسې خلکو ته سپارښتنه کړې چې خپلو ماشومانو ته د ویټامین اې لرونکي خواړه ورکړي چې له دغې ناروغۍ وژغورل شي.

افغانستان او پاکستان د نړۍ او سیمې په کچه هغه دوه هېوادونه دي چې د پولیو په له منځه وړلو کې لا هم نه دي بریالي شوي.

د روغتیا نړېوال سازمان تر دې مخکې ویلي و چې له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل او د خلکو پراخ تګ راتګ په افغانستان کې د پولیو د خپرېدو ګواښ زیاتوي.

تېر او وړم کال په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ مثبتې پېښې ثبتې شوې او طالبانو ویلي وو چې د پولیو د مخنیوي په موخه به نوي مرکزونه جوړوي. خو داسې ښکاري چې طالبان لا هم د دغې ناروغۍ په مخنیوي پاتې راغلي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ