طالبان: په تېرو درېیو ورځو کې د سېلابونو راوتلو له امله ۱۱ کسان مړه او ژوبل شوي

AP ۱۴۰۳ غویی ۹

د طالبانو پېښو ته د رسېدو وزارت وايي، په تېرو درېیو ورځو کې د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې د سېلابونو راوتو او چټکو ورښتونو له امله اته تنه مړه او درې تنه ژوبل شوي.

دغه وزارت وايي، دغو سېلابونو د مرګ ژوبلې تر څنګ مالي زیانونه هم اړولي دي.

د طالبانو پېښو ته رسېدو وزارت ویاند جانان سایق رسنیو ته په استول شوي ویډیویي کلیپ کې ویلي چې د غوايي‌ میاشتې له شپږمې نېټې تر دې مهاله د سېلابونو راوتو او چټکو بارانونو له امله د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې د سر او مال زیان اوښتی.

ښاغلی جانان سایق وايي: «کندهار، نورستان، بادغیس، غور، ننګرهار، میدان وردګ، هرات، سمنګان، پنجشیر، لغمان، کونړ، بغلان، کندوز، سرپل او پروان ولایتونو کې د سېلابونو راوتلو او چټکو بارانونو له امله اته کسان مړه شوي او درې تنه نور ژوبل دي.»

سایق وايي؛ د۱۴۰ کورنو د ویجاړېدو تر څنګ شل جریبه کرنیزه ځمکه اوبو وړې او شاوخوا دېرش څاروي هم مړه شوي دي.

نوموړی وايي، د تېرو درېیو ورځو پر مهال د سېلابونو له امله شل کیلومټره سړکونه هم ویجاړ شوي دي.

د طالبانو پېښو ته د رسېدو وزارت ویاند جانان سایق وايي؛ په راتلونکو څو ورځو کې هم د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د بارانونو د ورېدو او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی، نوموړي له خلکو غوښتي چې د سېندونو له څنډو لرې پاتې شي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ