د افغانستان د خبریالانو مرکز: په خوست کې د طالبانو له خوا درې نیول شوي خبریالان خوشې شول
د افغانستان د خبریالانو مرکز په خوست ولایت کې د طالبانو له خوا د درېیو نیول شویو خبریالانو د خوشې کېدو خبر ورکړ. دا درې خبریالان شپږ ورځې مخکې په خپرونو کې د موسیقۍ د خپرولو او له ښځینه اورېدونکو سره د ټېلیفوني اړیکو په تور د امربالمعروف له خوا نیول شوي وو.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د یکشنبې په ورځ (د غویي ۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د یادو خبریالانو د خوشې کېدو هرکلی وکړ.
یاد مرکز وایي، چې د دغو خبریالانو نیول غیر قانوني وو او باید ازادۍ یې سلب شوی نه وی.
د ناز راډیو خبریال اسماعیل سعادت، د اقرا راډيو خبریال وحیدالله معصوم او د ولس غږ راډیو خبریال احسانالله تسل د غویي په درېیمه نېټه د طالبانو د امر بالمعروف ریاست له خوا تر احضارېدو وروسته نیول شوي دي.
دغه مرکز د سیمه ییزو سرچینو په حواله مخکې هم لیکلي وو: «د طالبانو امربالمعروف ریاست ددغو درېیو راډیوګانو مدیران د یوې ګډې غونډې په پلمه بللي وو؛ خو د دغو مدیرانو په استازیتوب دا خبریالان دې غونډې ته تللي وو.»
د افغانستان د خبریالانو مرکز د سرچینو په حواله لیکلي، چې د خوست د امربالمعروف مشر شرف الدین نقره کار نن سهار په دې اړوند غونډه کې د دغو درېیو خبریالانو د نیول کېدو د مسالې په رسنیز کېدو خواشینې څرګنده کړې ده.
نوموړي خبرداری ورکړی؛ که تر دې وروسته د رسنیو کارکوونکي د رسنیو دستورالعمل په پام کې و نه نیسي، محاکمه به شي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته په رسنیو کې د موسیقي خپرول منع شوی دی، خو له ښځينه اورېدونکو سره د ټېلیفوني اړیکې منع کېدل بیا نوې موضوع ده.