طالبان: په هرات کې د زلزلې زیانمنو کورنیو ته ۴۰ جوړ شوي کورونه ور وسپارل شول

AP ۱۴۰۳ غویی ۹

د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې په موخه د دغه ولایت د صرافانو ټولنې له لوري د کورونو جوړولو او سپارلو په لړ کې د زنده جان په ولسوالۍ کې ۴۰ کورونه زیانمنو ته سپارلي.

دا د زلزلې هغه زیانمن شوي خلک دي چې د ژمي سړې هوا شپې او ورځې یې په خیمو کې تېرې کړې.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون نن یکشنبه د (غوايي نهمه) په ایکس پاڼه لیکلي چې دغه ۴۰ کورونه په هرات ولایت کې له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د هرات صرافانو ټولنې له لوري د زنده جان ولسوالۍ زلزله ځپلو ته سپارل شوي.

د دغه خبر له مخې چې د هرات صرافانو په دغو ۴۰ کورونو ۲۰ میلیونه افغانۍ لګښت کړی.

تېره اوونۍ هرات کې ځايي طالب چارواکو ويلي وو، چې زلزله ځپلو ته د کورونو او ودانیو جوړولو چارې اوس هم روانې دي او په خبره یې چې په نږدې راتلوونکي کې به د روغتیایي مرکزونو او ښوونځیو په ګډون تر زرو پورې کورونه جوړ شي.

خو په هرات کې د تېر ۱۴۰۲ کال د تلې په ۱۵مې پرله پسې زلزلو زرګونه هراتیان بې کوره کړي چې د مني او ژمي څه باندې پنځه میاشتې یې په سړه هوا، سیلۍ او واوره کې تر خیمو او څادرونو لاندې تېرې کړې.

په هرات ولایت کې له زلزله ځپلو سره د مرستې کمیسیون طالب چارواکو د ژمي په سر کې ویلي و، چې شاوخوا څلور زره کورونه د جوړیدو په حال کې دي چې ۹۰ سلنه چارې یې بشپړې شوې دي خو د هرات زلزله ځپلي د طالبانو داسې خبرې نمایشي بولي او وايي چې د دوی زیاته برخه لا هم بې کوره دي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په هرات ولایت کې د تېرې تلې میاشتې په ۱۵مه په پرله پسې زلزلو کې تر ۱۴۰۰ډېر کسان مړه شوي او ۱۱ زره نور ټپیان شوي وو.

د دې ترڅنګ په دغو زلزلو کې څه باندې اته زره کورونه په بشپړه توګه ویجاړ او د ١٧ زره کورونو ځینې برخې ویجاړې شوې وې.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ