د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وايي، د طالبانو په رسمیت پېژندنه د یوه ټولګډونه حکومت په جوړېدو پورې اړه لري.
میخایل ګالوزین وايي؛ داسې ټولګډونه حکومت ته اړتیا ده چې د افغانستان د ټولو «قومونو، مذهبونو او سیاسي ګوندونو» استازي په کې ونډه ولري.
د روسي رسنیو د راپور له مخې، میخایل ګالوزین چې د جمعې په ورځ ازبکستان ته تللی، ویلي: «مسکو له طالبانو سره یوازې خپلې سوداګریزې اړیکې ساتي.»
د ریانووستي خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د افغانستان په اړه د امریکا پر سیاستونو هم نیوکه کړې ده.
نوموړي په ۱۴۰۰ل کال کې له افغانستان څخه د امریکا وتلو ته په اشاره سره وویل: «هغوی په حقیقت کې د افغانستان خلک په ډاګ پرېښودل.»
روسيې هم د نورو هېوادونو په څېر طالبان په رسمت نه دي پېژندلي ، خو له دغې ډلې سره اړیکې لري او په مسکو کې یې د افغانستان سفارت طالبانو ته سپارلی دی.
د دې تر څنګ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د وري په میاشت کې وویل، چې د ترهګرو سازمانونو له لیست څخه د طالبانو د ایستلو موضوع تر غور لاندې ده.