طالبان وايي، قزاقستان افغان ځوانانو ته نور بورسونه ورکوي

AP ۱۴۰۳ غویی ۸

د طالبانو تر کنټرول لاندې ارګ د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیال له قوله ویلي، چې هېواد یې غواړي افغان ځوانانو ته نور تحصیلي بورسونه ورکړي.

د طالبانو په وینا، سیک ژومانګارین د کابل او الماتي ترمنځ د مستقیمو الوتنو غوښتنه هم کړې ده.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ارګ پر اېکس ټولنیزې شبکې د سې شنبې په ورځ ( د غوایي اتمه) د قزاقستان لومړي وزیر مرستیال او د سوداګرۍ وزیر سریک ژومانګارین سره د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال مولوي عبدالکبیر د لیدنې خبر ورکړی.

ارګ د ژومانګارین له قوله ویلي، چې قزاقستان په افغانستان کې پانګونې ته لېواله دی او همدا اوس له افغانستان سره اوږدمهاله سوداګرۍ، ټرانزیټ او پانګونې ته چمتو دی.

دغه قزاقستاني چارواکي په سیمه کې د سترو پروژو په پیلولو هم ټینګار کړی او هغه یې د سیمې په ثبات کې اغیزناکه بللي دي.

د هغه څه پر بنسټ چې د ارګ اېکس پاڼې لیکلي، د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال افغانستان "په سیمه کې د یوه ارامه هېواد مثال" ګڼلی دی.

طالبان په داسې حال کې د قزاقستاني چارواکي له قوله په افغانستان کې د امنیت ادعا کوي، چې د دغې ډلې له تسلط وروسته په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې په ګډون د وسله والو ډلو فعالیت زیات شوې او په بېلابېلو ښارونو کې یې په بریدونو کې لسګونه کسان وژلي دي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ