چین کې د طالبانو سفیر وايي، دغه هیواد غواړي د افغانستان په کانونو کې لا زیاته پانګونه وکړي

AP ۱۴۰۳ غویی ۸

په چین کې د طالبانو سفیر د دې ډلې د کانونو او پټرولیم له وزیر سره په لیدنه کې ویلي، چې چین غواړي د افغانستان په کانونو کې لا زیاته پانګونه وکړي.

په دغه لیدنه کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم شهاب الدین دلاور ادعا کړې، چې د پانګونې د فرصتونو په رامنځته کولو سره یې په افغانستان کې د پانګونې بهیر سل په سلو کې اسانه کړی دی.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت پر اېکس ټولنیزې شبکې خپور کړي پیغام کې لیکلي، چې په چین کې د طالبانو سفیر بلال کریمي ژمنه کړې چې د چینايي پانګوالو د راجلبولو په برخه کې به له هېڅ راز هڅو ډډه ونه کړي.
دلاور له چین سره د عینک د مسو، د امو سیند د نفتو د حوزې، دسرو زرو، او د عینک د مسو دویم فاز قراردادونه ارزښتناک بللي او ادعا یې کړې چې د افغانستان د استخراجي صنایعو په برخه کې د پانګونې شرایط برابر دي.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر وايي، ټول ملي او نړیوال پانګوال کولای شي د افغانستان پر کاني زېرمو کې پانګونه وکړي.
همدا راز، په چین کې د طالبانو سفیر ، د امو سیند د نفتي حوزې او د عینک مسو د قراردادي شرکتونو له مشرانو سره د خپلو لیدنو په اړه د طالبانو د کانونو وزیر ته معلومات ورکړی او ویلي یې دي، چې چینايي پانګوال غواړي د افغانستان په کانونو کې زیاته پانګونه وکړي.
چین له هغو لومړنیو هېوادونو څخه دی چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې له دغې ډلې سره خپلې سوداګریزې او دیپلوماتیکې اړیکې ټینګې کړې.
چین د افغانستان کانونو ته ځانګړې پاملرنه لري. تر دې مخکې د تېر کال په لومړیو کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي و، چې چینايي شرکت "ګوچین" په پام کې لري چې د افغانستان د لیتیم په کانونو کې لس میلیارده ډالره پانګونه وکړي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ