ننګرهار کې د غر ښویېدو له امله طالبان د یو کس او ولس د څلورو کسانو د مړینې خبره کوي

AP ۱۴۰۳ غویی ۸

د ننګرهار په درونټه کې د کابل – جلااباد پر لویه لویه لار د غر ښويدنې له امله د سپرلۍ دوه موټر لاندې شوي دي.

طالبان وايي په دې پېښه کې یو کس مړ او د ماشومانو او ښځو په ګډون اوه کسان ټپي شوي دي. خو ځايي خلک وايي، څلور کسان مړه شوي دي.

افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې ویډیو کې ښکاري چې الټو او ټوډي یو مخ له لویو ډبرو لاندې دي.

ویډیو لېږونکی هم وايي په دې پېښه کې څلور کسان مړه شوي دي.

خو د لغمان د ترافيکو مدير حبيب الله مبارز د طالبانو تر کنټرول لاندي باختر اژانس ته ويلي، چې دې پېښه کې یو کس مړ شوی او د دوو مېرمنو په ګډون ۷ کسان ټپیان شوي دي

طالبان وايي لار یې خلاصه کړې ده، خو خلګو ته یې خبر ورکړی، چې پر دې لار د باران او ورښتونو له امله د غر ښويېدني خطر شته او تر دوهمې خبرتيا دې پرې تګ راتګ نه کوي.

د کابل - جلال اباد لویه لاره، چې د باران او اورښتونو له امله غر را ښوېدلی او د خلاصون چارې يې روانې دي

له تېري ورځي راهیسي د افغانستان په ختيځ کې بارانونه او سېلابونه زيات شوي دي.

افغانستان انټر نشنل ته په رسېدلو ويډیو کې معلوميږي، چې د جلال اباد ښار سړکونه له اوبو ډک دي.

د جلال اباد ښاروالۍ په يوې خبرتيا کې له خلکو غوښتي، چې له اړتيا پرته ښار ته له تګ ډډه وکړي .

تر اوسه په دې ورښت کې د نورو ځاني او مالي زیانونو په اړه لا معلومات نشته.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ