ټي‌ټي‌پي ومنله، چې د دوی درې تنه وسله‌وال د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوي دي

د پاکستاني طالبانو تحریک ومنله، چې تېره ورځ د دوی د یوه قوماندان په ګډون درې تنه وسله‌وال د بې پیلوټه الوتکې له‌خوا د خیبر پښتونخوا په تېرا کې وژل شوي دي.

په هغې خبرپاڼه کې چې د دغې ډلې ویاند محمد خراساني خپره کړې ویل شوي، دغه برید د امریکا د بې پیلوټه الوتکې له‌خوا شوی او د سهیل په نامه چې په عظمت مشهور و د دوی یو قوماندان او ورسره دوه ملګري یې وژل شوي او ورسره نور وسله‌وال خوندي سیمو ته لېږدول شوي دي.
په خبرپاڼه کې د وژل شویو کسانو لپاره د غمرازۍ څرګندونو تر څنګ ژمنه شوې، چې د پاکستاني پوځیانو پر ضد به د دوی وسله‌والې هلې ځلې روانې وي او په خپلو بریدونو کې به د پخوا پرتله زیاتوالی راولي.
خیبر پښتونخوا او بلوچستان صوبې چې د څه مودې راهیسې سختې نا امنه شوې، دغلته د پاکستاني طالبانو د تحریک وسله‌وال فعاله دي او وخت نا وخت د پاکستان پر پوځ او نورو امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.
که څه هم چې پاکستان په دغه هېواد کې د نا امنیو پړه د افغانستان پر طالبانو اچوي او وايي، چې ګواکې هغوی ټي‌ټي‌پي ته په خپله خاوره کې د پناه ورکولو تر څنګ جګړه‌ییز پلانونه جوړوي؛ خو طالبانو تل دغه ادعاوې بې بنسټه بللې او دا یې ویلي، چې د دوی تر واک لاندې سیمو څخه د هیڅ یوه هېواد لپاره ګواښ نه پېښېږي.