د محمود خان اڅکزي د نیولو حکم وځنډېده
پاکستانۍ رسنۍ جیونیوز راپور ورکړی، چې د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د نیولو امر وځنډېده. د خبر له مخې، قاضي د نوموړي د نیونې امر تر بلې جلسې وځنډاوه.
تمه کېږي، چې د ښاغلي اڅکزي دغې قضیې ته د رسېدنې محکمه د مې میاشتې په ۳۱مه ترسره شي.
تر دې وړاندې د پاکستان یوې محکمې د ښاغلي اڅکزي د نیولو امر کړی و.
تر دغه امر وروسته په بلوچستان کې د وکیلانو ټولنې د دغې پرېکړې په اعتراض کې په دغه صوبه کې کاربندیز اعلان کړ.
دغه امر داسې مهال کېږي، چې ښاغلي اڅکزي تر دې وړاندې په خپلې وروستۍ وینا کې د پاکستان پوځ د حکومت په چارو کې په لاسوهنه تورن کړی و.
دغې محکمې ښاغلی اڅکزی د ځمکې په غصب تورن کړی؛ خو نوموړي دغه ادعا رد کړې ده او ویلي یې دي، چې دغه ځمکه یې شخصي او قانوني ملکیت دی.
تر دې وړاندې د پاکستان حکومت په دې تړاو د نوموړي په کور چاپه هم وهلې وه.