ګلبدین نایب په ای‌پي‌اېل لوبو کې د ګډون لپاره هند ته ولاړ

افغان الراونډر ګلبدین نایب په ای‌پي‌اېل لوبو کې د ګډون لپاره هند ته ولاړ. نوموړی به د روان ۲۰۲۴ کال ای‌پي‌اېل سیالیو کې د ډیلي کپېټلز لوبډلې سره ولوبېږي.

ګلبدین نایب درې ورځې وړاندې په روان ۲۰۲۴کال ای‌پي‌اېل کې د ډیلي کپیټلز لوبډلې له‌خوا واخیستل شو.
ښاغلی نایب د اسټرالیایي الراونډر مېچل مارش پر ځای دغې لوبډلې ته غوره شوی دی.
مېچل مارش د ټپي کېدو له امله له ای‌پي‌اېله وتلی دی.
دا د ګلبدین نایب لومړی ځل دی، چې په ای‌پي‌اېل کې برخه اخلي.
هغه په اېکس پاڼه لیکلي:« هند ته روان یم، چې په ای‌پي‌اېل کې برخه واخلم. دا مې هیله وه، چې په دغه ستر لیګ کې ګډون وکړم، زده‌کړې او ښو لوبو ته سترګې په لار یم.»
ګلبدین نایب نهم افغان لوبغاړی دی، چې د ۲۰۲۴کال په ای‌پي‌اېل کې به ولوبېږي.
تر دې وړاندې راشدخان، عظمت الله عمرزی او نوراحمد لکڼوال په ګجرات لوبډله کې، محمدنبي په ممبیي اېنډینز کې، رحمان الله ګربز او الله محمد غضنفر په کلکته لوبډله کې، نوین الحق په لکهنو لوبډله کې او فضل حق فاروقي په حیدراباد لوبډله کې لوبېږي.
مجیب ځدراڼ هم د کلکتې لوبډلې له‌خوا پېرل شوی و؛ خو د ټپي کېدو له امله هغه د الله محمد غضنفر سره بدل شو.