‏ د ۲۰۲۴ اسیا جام فوټسال سیالۍ؛ افغانستان نن د عراق پر وړاندې لوبېږي

د ۲۰۲۴ اسیا جام فوټسال سیالیو پلې‌اف پړاو کې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن د عراق پر وړاندې لوبه کوي. ‏دغه لوبه د ټایلنډ په کوربه‌توب په مک سرپټي لوبغالي کې د افغانستان پر وخت د غرمې په ۱۱:۳۰ بجو پیلېږي.

په دغو سیالیو کې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې وړمه ورځ په غوره اتو لوبډلو کې د تاجکستان پر وړاندې د ۲-۱ په توپیر ماتې وخوړه او له دغو سیالیو بهر شو.
په ننۍ لوبه کې ګټونکې لوبډله د فوټسال د نړۍوال جام د لارموندنې لپاره به سیالي کوي او بله لوبډله به خپل هېواد ته ستنېږي.
ورته مهال د پلې‌اف په دغه سیالیو کې نن قرغزستان د ویتنام پر وړاندې لوبېږي.
افغانستان په ډي ګروپ کې په خپلې وروستۍ لوبه کې د درې پر دوه په توپیر سره بحرین لوبډلې ته ماتې ورکړه، چې د اتو غوره لوبډلو په کتار کې راغی.
تر هغه وړاندې یې کوېټ لوبډلې سره درې – درې مساوي؛ خو په خپله لومړۍ لوبه کې یې د ایران پر وړاندې د ۳-۱ په توپیر وبایلله.
دغه سیالۍ د اپرېل په ۱۷مه نېټه پیل شوې، چې د روانې میاشتې تر ۲۸مې نیټې به دوام وکړي.
په دغو سيالیو کې افغانستان په ډي ګروپ کې له ایران، کوېټ او بحرين سره لوبې ترسره کړې.
د افغانستان له‌خوا په دغو سیالیو کې محمدجواد صفري، علي رضا جعفري، علي احمد محسني، مهدي نوروزي، علي جعفري، میثم فیضي، رضا محسن پور، مهران غلامي، امید قنبري، اکبر کاظمي، محمد مرادي، فرزاد محمودي، حسین محمدي او صیاد مجتبا لوبېږي.