د ایرلنډ مرستیال لومړی وزیر: بریتانیا د روانډا پلان سره کډوال زموږ تر پولو را رسوي

AP ۱۴۰۳ غویی ۷

د ایرلنډ‌ مرستیال لومړی وزیر وايي، روانډا ته د کډوالو د لېږلو په هکله د لندن پلان سبب کېږي چې کډوال بریتانیا کې د پاتېدو پر ځای ایرلنډ ته ور شي.

د بریتانیا پارلمان د دغه هېواد د لومړي وزیر د روانې اونۍ لومړیو کې روانډا ته د کډوالو لېږلو پلان تصویب کړ.

د دې پلان له مخې کوم کډوال چې بې قانونه بریتانیا ته ننوځي، نو په دغه هېواد کې د پاتېدو پر ځای به روانډا ته لېږل کېږي.

د بریتانیا حکومت غواړي د دا ډول کډوالو لومړۍ جوپه له راتلونکو لسو دوولسو اونیو روانډا ته واستوي.

خو د ایرلنډ مرستیال لومړی وزیر میکاییل مارټن وایي، دغه پلان لا د مخه ایرلنډ اغېزمن کړی دی، ځکه په بریتانیا کې کډوال له پاتېدلو وېرېږي.

نوموړی له بریتانوۍ ورځپاڼې ټلیګراف سره په خبرو کې زیاتوي، پنا غوښتونکي روانډا ته د تلو پر ځای دلته او په اروپايي ټولنه کې د پنا موندلو په لټه کې دي.

د بریتانیا د شمالي ایرلنډ او د ایرلنډ جمهوریت ترمنځ چې د اروپايي ټولنې غړی دی د وچې سرحد د بریتانیا او اروپايي ټولنې ترمنځ یواځنۍ پوله ده.

د کډوالۍ له کومې پلټنې پرته دا پوله پرانیستې او دا هم پر ۲۰۲۰ کال له اروپايي ټولنې د بریتانیا د وتلو یو مهم شرط و، چې اوس ایرلنډ ته په سرخوږی اوښتی دی.

د روانې اونۍ لومړیو کې د ایرلنډ د عدالت وزیر هیلن میکنټي د پارلمان کمېټې ته وویل، په دغه هېواد کې له ۸۰ سلنې ډېر پنا غوښتونکي د شمالي ایرلنډ د وچې سرحد له لارې له بریتانیا ورځي.

نور خبرونه

رادیو