ترکیې د یوې میاشتې په موده کې په ادېرنه ښار کې له 'زرو ډېر ناقانونه کډوال' نیولي دي

AP ۱۴۰۳ غویی ۶

ترکي رسنیو د ادېرنې د سیمه‌ییزو چارواکو له قوله لیکلي، چې تېره میاشت یې په دغه ښار کې یو زرو ۹۶ «ناقانونه» کډوال نیولي دي.
د چارواکو په وینا، ډېری دغه کډوال افغانان او پاکستانیان دي.

د راپورونو پر بنسټ، دغه کډوال د ادېرنه د کډوالو ادارې ته ورپېژندل شوي.
چارواکو همدارنګه ویلي، چې له نیول شویو کسانو ۵۴ یې د انساني قاچاق او په مخدره توکو اړوندو تورونو نیول شوي دي.
په راپورونو کې راغلي، چې ۲۹ نور تورن کسان د محکمې د حکم له مخې نیول شوي او بندیان شوي دي.
ترکیې په تېرو وروستیو کې د افغان کډوالو جبري اېستنۍ ته زور ورکړی دی.

نور خبرونه

رادیو