ټي‌ټي‌پي: د خیبر پښتونخوا پولیس دې خپله وسله پر ځمکه کېږدي او له موږ سره دې یوځای شي

د پاکستان د طالبانو اسلامي تحریک د خیبر پښتونخوا له پولیسو غوښتي، چې دوی دې د پوځ په اشاره کار نه کوي او له دوی سره دې یو ځای شي.

په هغه خبرپاڼه کې چې د دغې ډلې د ویاند محمد خراساني له‌خوا خپره شوې او یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې ویل شوي، چې د دوی جګړه د پاکستان له پوځ سره ده او پولیس دې له دغې جګړې څخه ځان په څنګ وساتي.
په خبرپاڼه کې د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر علي امین ګنډاپور خبري کنفرانس ته هم اشاره شوې چې ویلي یې و: په خیبر پښتونخوا کې د پولیسو پرېمانه وینه بهېږي او حکومت دې ته چمتو نه دی، چې دوی ته د پولیسو په لیکو کې د نورو ځواکونو د جذبولو اجازه ورکړي.
خبرپاڼه کې ویل شوي، چې پر پاکستان واکمن پوځ په لوی لاس غواړي نور ځواکونه د لارې له سره لرې کړي او پر دغه خاوره په خپله خوښه د واک د ټینګولو لپاره د خلکو ارادې وځپي.
د خبرپاڼې په وروستۍ برخه کې یو ځلې بیا پر دې ټینګار شوی، د ټي‌ټي‌پي جګړه به تر هغې دغلته روانه وي چې اسلامي نظام نه وي تينګ شوی او د دوی په وینا د لاس پوڅي پوځ جرړې یې نه وي اېستي.
تر اوسه د ټي‌ټي‌پي دغې خبرپاڼې ته د پاکستان پوځ او کوم بل لوري غبرګون نه دی ښودلی.