د پاکستان د سند صوبې له بندخونو څخه د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۳ افغان بندیان خوشې شول

AP ۱۴۰۳ غویی ۶

په کراچۍ کې د طالبانو کونسلګري وايي، چې د سند ایالت په ګوتکی ولسوالۍ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۳ افغان بندیان خوشې شول.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان کونسلګري چې اوس د طالبانو تر ادارې لاندې فعالیت کوي د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي؛ یاد شمېر کسان تر هغه وروسته نیول شوي وو، چې په خپله خوښه د افغانستان خوا ته روان وو.

د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کسان چې د پنځو کورنیو غړي دي تر خوشې کېدو وروسته نن افغانستان ته ولاړل.
دغه افغانان په داسې حال کې د پاکستاني پولیسو له خوا نیول شوي، چې په ورځ کې لسګونه افغانان له دې هېواد څخه شړل کیږي.
پاکستاني چارواکو د تېر کال د نومبر په میاشت کې د افغان کډوالو د اېستلو په بهیر کې څه باندې نیم مېلیون افغان کډوال له خپلې خاورې په زوره و اېستل.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې؛ یوازې په تېرو لسو ورځو کې له اوو زرو ډېر افغان کډوال له پاکستانه اېستل شوي دي.
د افغانانو د اېستلو د بهیر پر دوام پاکستاني چارواکو د وري ۲۷مه د افغان کډوالو د دویم پړاو د اېستلو اعلان کړی و؛ خو اوس داسې ښکاري چې د یو لړ نړۍوالو بنسټونو د غوښتنو له امله یې دغه بهیر هغه شان چې ویل کېده نه دی پیل کړی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د شمېرو له مخې؛ دمګړۍ په پاکستان کې اته سوه زره اې سي سي او ۱،۳ مېلیونه پي او ار کارت لرونکي افغان کډوال اوسېږي.

نور خبرونه

رادیو