د ۲۰۲۴ اسیا جام فوټسال سیالۍ؛ افغانستان نن د تاجکستان پر وړاندې لوبېږي
د فوټسال اسیا جام سیالیو پر دوام؛ د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په غوره اتو لوبډلو کې نن چهارشنبه د تاجکستان سره مخامخېږي. دغه لوبه د ټایلند په کوربهتوب د افغانستان په وخت د غرمې یوولس نیمې بجې پیلېږي.
که افغانستان ننۍ لوبه له تاجکستانه وګټي، نه یوازې دا چې نیمه پایلوبې ته به لار ومومي؛ بلکې د فوټسال نړۍوال جام ته به هم ووځي.
افغانستان په خپلې وروستۍ لوبه کې د درې پر دوه په توپیر سره بحرین لوبډلې ته ماتې ورکړه، چې د اتو غوره لوبډلو په کتار کې راغی.
تر هغه وړاندې یې په ډي ګروپ کې کوېټ لوبډلې سره درې، درې مساوي؛ خو په خپله لومړۍ لوبه کې یې د ایران پر وړاندې د ۳-۱ په توپیر وبایلله.
دغه سیالۍ د اپرېل په ۱۷مه نېټه پیل شوې، چې د روانې میاشتې تر ۲۸مې نیټې به دوام وکړي.
د افغانستان لهخوا په دغو سیالیو کې محمدجواد صفري، علي رضا جعفري، علي احمد محسني، مهدي نوروزي، علي جعفري، میثم فیضي، رضا محسن پور، مهران غلامي، امید قنبري، اکبر کاظمي، محمد مرادي، فرزاد محمودي، حسین محمدي او صیاد مجتبی لوبېږي.