افغانستان کې حزب التحریر ډله وايي امریکا او پاکستان د افغانستان ورانولو ته لاس یو کړی
په افغانستان کې د حزب التحریر ډله وايي، امریکا او پاکستان یو ځل بیا د افغانستان د ورانولو لپاره سره یو شوي او په دې کار کوي چې په دغه هیواد کې جګړې ته لاره هواره کړي. دغه ډله وايي، په بلوچستان کې امریکا ته د دوو هوايي اډو ورکړه د دغه پلان برخه ده.
په افغانستان کې د حزب التحریر ډلې نن چهارشنبه د (غويي پنځمه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې امریکا غواړي یو ځلې بیا د پاکستان پر مټ په افغانستان نوې جګړه پیل کړي او مخالفتونه جوړ کړي.
یاده ډله تور پورې کوي چې، «څو میاشتې مخکې د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر په یوه رسمي سفر کې د امریکا له ځینو لوړپوړو ملکي او پوځي چارواکو سره ولیدل او په یاد سفر کې د پاکستان د پوځ لپاره نوی رول او ماموریت ورکړل شو.»
خو د پاکستان ملکي او پوځي چارواکي بیا په دغه هيواد کې د وروستیو نا امنیو د پړې ګوته تل په کابل کې طالبانو ته نیسي او وايي، چې طالبانو ټي ټي پي وسله والو ته په افغانستان کې پټنځایونه ورکړي او له هغه ځایه په پاکستان کې د بریدونو پلان جوړوي.
د حزب التحریر لخوا په ایکس پاڼه د اونۍ خبرې په نوم لیک کې په دې وروستیو کې د تحریک انصاف عمرانخان ګوند یوه غړي خبرو ته اشاره شوې او ویلي یې دي، «په افغانستان او سیمه کې د امنیتي موخو لپاره د پاکستاني حکومت لخوا امریکا ته د هوايي اډو ورکړه د افغانستان د ورانۍ څرګند پلان دی.»
د پاکستان د ملي اسمبلۍ غړی شېرافضل مروت ویلي و، چې دغه هېواد امریکا ته د افغانستان او ایران پولو ته څېرمه په بلوچستان کې دوه هوايي اډې ورکړې دي.
د تحريک انصاف ګوند دغه غړي د وري په ٢٩مه، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شريف پر بهرنۍ تګلارې نيوکې وکړې.
ښاغلي مروت په اسلام اباد کې په یوه خبري کنفرانس کې خبریالانو ته ویلي و، «تر هغه ځایه چې موږ پوهیږو، پاکستان د افغانستان او ایران پولو ته څېرمه په بلوچستان کې خپلې دوه هوايي اډې امریکایانو ته ورکړې دي.»
خو پاکستاني چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.
د پاکستان هوايي اډې اوس د امریکا لپاره چې په افغانستان کې پوځي حضور نه لري، ستراتیژیک اهمیت لري، په ځانګړې توګه په داسې حال کې چې امریکا لا هم په افغانستان کې د داعش په ګډون د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه اندېښمنه ده.