د ترکیې پولیسو څه باندې ۷۰ پناه غوښتونکي یونان ته د تلو پر لار نیولي دي

AP ۱۴۰۳ غویی ۵

د ترکیې رسنیو د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د دغه هېواد ساحلي ساتونکو د بالیکسیر ښار د ایواجیک په سواحلو کې د عملیاتو په ترڅ کې یونان ته روان ۷۱ تنه پناه غوښتونکي پېژندلي او نیولي دي.

د ۲۰ ماشومانو په ګډون نیول شوي پناه غوښتونکي، د پاملرنې مرکزونو ته لیږدول شوي دي.
د ترکيي رسنیو د راپورونو له مخې، دغو غوښتونکي په دوو کښتیو کې له ترکیې څخه یونان او اروپا ته «ناقانونه» روان وو.

د دغو پناه غوښتونکو هويت نه دی په ډاګه شوی.
دغه پناه غوښتونکي د یونان د لسبوس ټاپو پر لور روان وو چې په دوو جلا سیمو کې په نښه شوي دي. د راپورونو له مخې پناه غوښتونکو ته بشري مرستې لکه خوراکي توکي، درمل او طبي وسایل ورکړل شوي دي.
د دغه هېواد رسنیو راپور ورکړی، چې دغه پناه غوښتونکي په داسې حال کې په دې مرکزونو کې ساتل کیږي چې په دې وروستیو کې د انتالیا په یوه مرکز کې له پنځوسو زیاتو پناه غوښتونکو د دغه مرکز له ساتونکو محکمې ته د ځورولو او شکنجې په اړه شکایت کړی دی.

نور خبرونه

رادیو