په لکي مروت کې د واده پر مراسمو د ډزو له امله شپږ کسان وژل شوي دي

د خیبرپښتونخوا په لکي مروت کې د واده پر مراسمو د ډزو له امله شپږ کسان وژل شوي دي. پولیسو منلې، چې دغه پېښه د لکي مروت د اکړې خانزادخېلو په کلي کې د دوو کسانو ترمنځ د شخصي دښمنۍ له امله شوې ده.

سیمه‌ییز پولیس وایي، چې په دغه پېښه کې شپږ کسه وژل شوي او دوه نور بیا ټپیان دي.
د راپورونو له مخې، په دغه بريد کې له يوې خوا درې تنه او له بل لوري بیا يو تن وژل شوی دی.

د سیمه‌ییزو خلکو په خبره، وژل شوي کسان او ټپيان د ولسوالۍ مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.
پولیس وایي، چې په وژل شویو کې دوه د واده مېلمانه هم شامل دي.
د خیبر پښتونخوا په ډېرو سیمو کې د خلکو تر منځ په تربګنيو او شخصي دښمنیو کې ډېر ځله خلکو ته مرګ ژوبله اوړي او تر دغې پېښې وړاندې هم د دغې صوبې په بېلابېلو برخو کې دغسې پېښو ګڼ خلک وژلي او لا هم د دغو دښمنیو او تربګنیو لړۍ روانه ده.