د برېتانیې پارلمان رونډا ته 'د ناقانونه کډوالو' د استولو لانجمنه تګلاره تصویب کړه

AP ۱۴۰۳ غویی ۴

د برېتانیې پارلمان رونډا ته د 'نا قانونه' کډوالو تګلاره له ډېرو لانجو، ګونجو وروسته تصویب کړه.
د دغې تکلارې له مخې، سلګونه هغه 'نا قانونه' کډوال چې په ناقانونه لارو برېټانیا ته ورغلي رونډا ته به واستول شي.

چارواکي وايي، دغه بهیر به د جولای په میاشت کې پیل کړي.
دغه تګلاره د میاشتو، میاشتو لپاره د برېتانیې په پارلمان کې تصویب نه شوه، او استازو غوښتل چې د هغې په ځینو برخو کې اصلاحات راولي.
خو اوس د برېتانیې پارلمان دا تګلاره تصویب کړه چې رونډا به د دغو کډوالو لپاره یو خوندي هېواد و اوسي.
تر دې مخکې د برېتانیا د مشرانو جرګي رونډا ته د افغانستان د پخوانيو پوځیانو او د برېتانوي ځواکونو د پخوانيو ژباړونکو له ایستلو څخه د معافیت په اړه رایه ورکړې وه.
د دغه قانون له مخې، هغه پناه غوښتونکي چې رونډا ته د لېږد په لیست کې شامل دي د استیناف غوښتنه کولای شي.
ګارډین ورځپاڼې د برېتانیې د کورنیو چارو په وزارت کې د خپلو سرچینو په حواله لیکلي چې افغان کډوال به رونډا ته د اېستلو له نوملړ څخه و ایستل شي که دوی به د «افغانانو د ځای پر ځای کولو او مرستې» پروګرام لپاره وړ وي.
رونډا ته د کډوالو استول د برتانیې د لومړي وزیر ریشي سوناک هغه لانجمن پلان دی، چې وروستي کېدو یې څو میاشتې وخت ونیو او په پراخه کچه نیوکې پرې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو