د ایران د حکومت ویاند: په افغانستان کې وروستي ورښت او هڅو پسې څه اندازه حقابه را کړل شوه
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/4b6f2ca155a93c0f25e346506e4c8c553a087b7c-800x600.jpg?rect=0,75,800,450&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د ایران د حکومت ویاند وايي، په افغانستان کې وروستي ورښت او د تهران په وروستیو هڅو پسې د هلمند سیند اوبه دغه هېواد ته ورسېدې. علي بهادري جهرمي نن بیا د نورو ایراني چارواکو په څېر تکرار کړه، چې د بهرنیو چارو وزارت د ټولې حقابې د ترلاسولو لپاره له طالبانو سره اړینې خبرې کوي.
د طالبانو په واکمنېدو پسې ایراني چارواکي بیا بیا د دې ډلې له حکومت د حقابې ترلاسولو غوښتنه او ان کله ګواښونه کوي.
خو په مقابل کې طالبان وايي، چې د وچکالۍ او هلمند سیند کې د اوبو د کمښت له امله ایران ته د دغه سیند اوبه نه رسېږي.
ایران په داسې حال کې د اوسنۍ حقابې د ترلاسولو خبره کوي چې تېره اونۍ له نږدې پنځو کلونو وروسته په لومړي ځل پر هلمند سیند د جوړ کجکي برېښنا بند کاسه ډکه شوه.
له نږدې میاشتې راهیسې په افغانستان کې د ورښت له امله تېرو اونیو کې هم د ایران سیستان بلوچستان ته اوبه رسېدلې وې.