کرن دېکر: په افغانستان کې باید د اقلیمي بدلون پر وړاندې مبارزه وشي

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیره کرن ډېکر وایي؛ افغانستان له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیمي بدلون پر وړاندې یې باید مبارزه وشي.

نوموړې د دوشنبې په ورځ (د غویي ۳مه) د ځمکې د نړۍوالوې ورځې په مناسبت په خپل اېکس کې لیکلي، چې افغانستان د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې په سر کې دی.

دېکر دغه راز زیاتوي: "کوچني اقدامات لوی توپیر رامنځته کوي او افغانستان د اقلیم د بدلون په وړاندې د مبارزې په سر کې دی."
نوموړې وایي، چې په ګډه سره باید د اقلیم د بدلون د اغېزو مخه ونیول شي.
د نوموړې په خبره: "د ځمکې نړۍواله ورځ موږ ته دا را په یاد کوي، چې د ځمکې د خوندي کولو په برخه کې خپله دنده ترسره کړو."
مېرمن دېکر دا خبرې په داسې حال کې مطرح کوي، چې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د ځمکې د نړۍوالې ورځې په مناسبت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې په افغانستان کې د اقلیمي بدلون د اغېزو او د څښاکو د پاکو اوبو د سخت کمښت په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
دغه سازمان په ۲۰۲۳ کال کې د یوه راپور په خپرولو سره ویلي و، چې افغانستان د اقلیم د بدلون له امله د زیانمنونکو هېوادونو په قطار کې شپږم ځای لري.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي؛ د اقلیم بدلون کرنه زیانمنه کړې او د جګړو، بې وزلۍ او بې ځایه کېدو اغېزې یې لاپسې زیاتې کړې دي.
بل خوا؛ د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې د ځمکې نړۍوالې ورځې په مناسبت په خپره شوې اعلامیه کې ویلي چي، د ځنګلونو وهل، د اوبو، هوا او خاورې ککړتیا، دوامداره وچکالي، د شین کوریزو ګازونو زیاتېدل او نورې ډېرې چاپېریالي ستونزې او ننګونې ځمکې ته سخت زیان رسولی دی.
یادې ادارې دغه راز زیاته کړې ده، چې افغانستان د اقلیمي بدلون له امله سخت اغېزمن شوی دی.