ګارډین: ریشي سوناک باندې فشار دی چې روانډا ته د برېتانیا افغان همکاران له ایستلو معاف کړي

AP ۱۴۰۳ غویی ۳

د ګارډین په وینا، د برېتانیا لومړی وزیر د محافظه کار ګوند او اپوزیسیون تر فشار لاندې دی چې روانډا ته د ناقانونه کډوالو د ایستلو د لایحې د تصویب په وروستیو شېبو کې د برېتانیا افغان همکاران معاف کړي.

دغه پلان د برېتانوي چارواکو له تصویب او مخالفت سره مخ شوی دی.

ګارډین لیکي، د «ناقانونه» پناه غوښتونکو د ایستلو قانون چې په کوچنیو کښتیو کې دې هیواد ته ننوتي، درې ځله تعدیل شوی، خو داسې ښکاري چې دا لایحه به د برېتانیا د لومړي وزیر له خوا تصویب شي.

د لومړي وزیر رسمي ویاند خبریالانو ته وویل چې «موږ باور لرو چې دا لایحه اوس مهال سمه پرېکړه ده.»

ګارډین لیکلي، محافظه کاره ګوندونه وايي، ډېری پناه غوښتونکي چې روانډا ته د ایستلو خبرتیاوې یې ترلاسه کړې ښايي پټ شي او له هغه وروسته په غیر رسمي اقتصاد کې کار وکړي.

خیریه سازمانونه هم خبرداری ورکوي چې دا پلان پناه غوښتونکي د ساتنې له جدي ناورین سره مخ کوي او ممکن دوی د استثمار له امله زیان منونکي شي.

د دې سازمانونو په وینا، هغه پناه غوښتونکي چې روانډا ته له ایستلو سره مخ دي ښايي یو ځل بیا د قاچاق وړونکو ډلو لاس ته ورشي.

ورته مهال، یوې حکومتي سرچینې ویلي چې «هیڅوک په دې حالت کې نه دي چې پخوانیو افغان سرتیرو ته مرستې ورکړي.»

یو شمیر محافظه کارو وکیلانو ومنله چې دوی د سوناک لخوا د افغان پخوانیو سرتیرو لپاره د معافیت له ورکولو څخه ناراضه دي.

دیس براوم، د کارګر ګوند مشر او د برېتانیا د دفاع پخوانی وزیر، د برېتانیا د وسله والو ځواکونو د امنیت لپاره د دغه پلان د پایلو په اړه خبرداری ورکړ.

ورته مهال، منتقدان وايي چې پخوانیو سرتیرو ته د معافیت اجازه ورکول کیدای شي په زرګونو افغانان چې د برېتانوي ځواکونو ملاتړ یې نه وي کړی هم ادعا وکړي چې دوی په انګلستان کې د اوسیدو حق لري، چې دا به د اصلي قضیو د څېړلو بهیر ورو کړي.

د دې لایحې د تصویب موخه د هغو ۴۰ زره «ناقانونه» پناه غوښتونکو په اړه ده چې برېتانیا ته له ننوتلو وروسته په ټپه ولاړ دي. ویل کیږي چې له ۲۴ زرو څخه زیاتو ته یې د ایستلو اخطاریې ورکړل شوې دي.

یوه چارواکي خبرداری ورکړ: «هغه خلک چې ویل شوي چې دوی د ایستلو له ګواښ سره مخ دي، ورک به شي. دوی باید په اونۍ کې راپور ورکړي او ثابته کړي چې دوی په خپله ښودل شوې پته پاتې دي. که دا لایحه تصویب شي، موږ پوهیږو چې دوی به همکاري ونه کړي.»

نور خبرونه

رادیو