پاکستانۍ رسنۍ: د پاکستان د صادراتو ۷۶ سلنې کموالي، د افغانستان اقتصادي ستونزې زیاتې کړې دي
پاکستانۍ رسنۍ سما د دغه هېواد د دولتي بانک راپور ته په اشارې ویلي، په ۲۰۲۳ کال کې د پاکستان لهخوا د خوراکي توکو په صادراتو کې کموالي د افغانستان اقتصادی ستونزې زیاتې کړې دي.
د سما د راپور له مخې، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دغه هېواد اقتصاد د سختو ننګونو او کړکېچونو سره مخامخ شوی دی.
د دغه راپور پر بنسټ، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د دغه هېواد اقتصاد د سترو خنډونو او ننګونو سره مخامخ شوی او د نړۍوال بانک د اټکلونو له مخې د افغانستان نیمايي خلک په لوږه ژوند تېروي.
په دغه راپور کې راغلي، چې د روان کال په پیل کې د افغانستان د پیسو پړسوب ۱۰.۲ سلنې ته رسېدلی او دې کار پر خلکو مالي فشارونه زیات کړي دي.
د افغانستان صادرات د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ او مارچ میاشتو تر منځ ۳۲.۹ مېلیون ډالرو ته ښکته شوی او په همدې موده کې د دغه هېواد په وارداتو کې هم ۹۹.۲ مېلیون ډالره کموالی راغلی دی.
د نړۍوال بانک د راپور له مخې، د افغانستان اقتصاد ته ستره ضربه پاکستان ته له دغه هېواده د ډبرو سکرو په صادرولو کې کموالی ښودل کېږي او داسې وړاندوینه هم شوې چې کېدای شي دغه صادرات د روان کال تر پایه ۸۷ سلنه نور هم کم شي.
دغې پاکستانۍ رسنۍ ویلي، د خلکو وزګارتیا لوړې کچې ته رسېدلې او افغانستان د ۳.۵ مېلیارډ ډالرو سوداګریز کسر سره مخامخ شوی چې ستر لامل یې د صادراتو کموالی ښودل کېږي.
د ډالرو، یورو، پاکستاني او هندی روپیو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت کمېدل اقتصادي بې ثباتي زیاته کړې ده.
که څه هم چې په تېرو درېیو کالو کې کابل ته د نغدو مرستو کڅوړې استول کېږي چې دې د افغانۍ ارزښت د یو نسبي ټیکاو سره مخامخ کړی دی.