د پاکستان د کورنیو چارو وزیر: د چینايي وګړو د خوندیتوب لپاره به ټول ممکن ګامونه پورته کړو

په کراچۍ کې پر جاپاني وګړو له برید وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وایي، په دغه هېواد کې به د چینايي وګړو د خوندیتوب لپاره ټول ممکنه اقدامات وکړي. محسن نقوي وايي، پر پولیسو سربېره ټولې امنیتي اداري چینايانو خوندیتوب لپاره وړاندیز شوی پلان بشپړ پلی کوي.

نوموړي نن په اسلام اباد کې د ملي عمل پلان د پلیتابه ارزولو غونډه کې وویل، چې د چینایانو په خوندیتوب کې د امنیتي ځواکونو یو ډول بې غوري هم نشي زغملی.

ښاغلي نقوي زیاته کړه چې پر چینایانو سربېره د ټولو بهرنیانو لپاره د خوندیتوب پلان پلی کېږي او که کومه بې غوري پکې وشوه، نو عاملان به یې له سختې سزا سره مخ شي.

خو له دې څرګندونو سره هممهاله په کراچۍ د جاپانیانو پر ګاډي ځانمرګی او وسلوال برید شوی دی.

ځايي چارواکي وايي، چاپانیانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو د دوی یو ساتونکی او دوه ولسي وګړی ټپیان شوي او په مقابلو ډزو کې بریدګر هم وژل شوی دی.