د پاکستان د قانون وزیر: له ترهګرو سره به خبرې نه کیږي، د خښتو ځواب به په ډبرو ورکوو

د پاکستان د قانون وزیر اعظم نذير تارړ يو ځل بيا وویل، چې له ترهګرو سره به خبرې اترې نه کیږي، بلکې له دوی سره به د دوی په ژبه خبرې کیږي.

د ایاز صادق په مشرۍ د قومي اسمبلۍ غونډه چې د جمعه په ورځ (د وري ۳۱مه) ترسره شوه د پاکستان د قانون وزیر اعظم نذير تارړ دغې اسمبلۍ ته د وینا پر مهال وویل: «زه حیران یم چې څوک چې د قانون درس ورکوی، په دې نه پوهیږي چې د قانون درس له کومه ځایه ورکول کیږي. هغه څه چې د ولسمشر د وینا پر مهال پیښ شول د شرم وړ و.»

ښاغلي تارړ زیاته کړه: « پاکستان له پنځو لسيزو راهيسې د ترهګرو ځاله ده، بايد د دغو عناصرو پر ضد ګامونه پورته شي.»

همدا راز ښاغلي تارړ وویل، له ترهګرو سره به خبرې نه کېږي، دوی سره به د دوی په ژبه خبرې کوو، ترهګرو ته له د خښتې ځواب په ډبرو ورکول کیږي.