د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ومنله، چې د اېکس خواله رسنۍ په دغه هېواد کې بنده شوې ده

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ ویلي، چې دوی د ملي امنیت اندېښنو له امله د تېرې فبرورۍ میاشتې له ټاکنو راهیسې اېکس خواله رسنۍ ته د خلکو لاسرسی بند کړی دی.

په پاکستان کې د اېکس شبکې کاروونکو له ټاکنو راهیسې د اېکس شبکې په کارولو کې ستونزې راپور کړې وې؛ خو حکومت تر دې دمه په دې اړه کوم رسمي اعلان نه و کړی.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ د اسلام اباد سترې محکمې ته په یوه لیک کې د دغې موضوع یادونه کړې ده.
د راپورونو له مخې یوې بلې محکمې حکومت ته ویلي، چې په یوه اونۍ کې دننه دې پر دغه بندیز له سره غور وکړي.
دغه وزارت محکمې ته ویلي:« د دې یادونه خورا مناسبه ده، چې د اېکس د پاکستان د حکومت قانوني لارښوونو ته غاړه نه ږدي او ترې د ناوړه ګټې اخیستنې په اړه اندېښنو ته د رسېدو لپاره د بندیز لګول اړین دي.»
د وزارت په بیان کې ویل شوي:« په پاکستان کې په اېکس خواله رسنۍ د بندیز لګولو پرېکړه د ملي امنیت، عامه نظم ساتلو او زموږ د ملت د خوندیتوب لپاره شوې ده.»
تر دې وړاندې دغه شبکې په خپل یوه ټویټ کې ویلي و، چې د پاکستان له حکومت سره کار ته دوام ورکوي؛ ترڅو د دوی اندېښنې درک کړي.
اېکس خواله رسنۍ ته لاسرسی د فبرورۍ له اتمې راهیسې محدود شوی دی؛ خو د پاکستان حکومت د دغه بندیز د لرې کولو په تړاو لاهم څه نه دي ویلي.