د ترکیې سمندري ځواکونو له ۴۰ زیات افغان کډوال نیولي دي

AP ۱۴۰۳ وری ۳۰

ترکي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد سمندري ځواکونو ۴۳ افغان کډوال د اېواجېک ښار په څنډو کې نیولي دي.

داسې ویل شوي، چې دغه نیول شوي افغانان په یوې بېړۍ کې سپاره وو او له نیولو وروسته د اېواجېک ښار د ستنېدلو مرکز ته لېږدول شوي دي.

اناتولي خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ترکيې یو اوسېدونکی هم د «ناقانونه» کډوالو د نیولو په عملیاتو کې نیول شوی دی.
د راپورونو له مخې، ډېری هغه کډوال چې د ترکیې په سمندر کې نیول کېږي هڅه کوي چې ځانونه یونان ته ورسوي.
په وروستیو کلونو کې د بشري حقونو سازمانونو په وار، وار پر یونان نیوکې کړې، چې کډوالو ته یې د اوسېدو زمینه نه ده برابره کړې او هغوی یې له خپلې خاورې اېستې دي.
راپورونه ښيي، چې له بې اسناده کډوالو په تېره بیا له افغان کډوالو سره د ترکي چارواکو بد چلند، د هغوی نېونه او ځورونه په دې وروستیو کې زیاته شوې ده.
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د «ناقانونه» کډوالو د پېژندلو او نیولو لپاره یې د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې ګزمې زیاتې کړې دي او یوشمېر نوې پوستې یې هم جوړې کړې دي.

نور خبرونه

رادیو