د هواپوهنې اداره: په ۲۹ ولایتونو کې د واورې، شړکنده باران او سېلابونو د راوتو اټکل شوی

د طالبانو تر کنټرول لاندې د هوا پوهنې ادارې په راتلونکو دوو ورځو کې په ۲۹ ولایتونو کې د واورې، سختو ورښتونو، تالندې او سېلابونو د راوتو اټکل کړی دی.

د طالبانو د هواپوهنې اداره وايي، د وري له ۳۱مې د غويي تر لومړۍ نېټې په بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، کابل، پروان، سمنګان، بلخ، سرپل، فاریاب، بامیان، میدان وردک، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، ډایکنډي، بادغیس، غور، هلمند، روزګان، کندهار او زابل ولایتونو کې د سالنګونو په ګډون د واورې، تېز باران، تالندې او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی دی.
د هوا پوهنې اداره وايي، د باران کچه به په بېلابېلو سیمو کې له ۱۵ څخه تر ۶۰ ملي مترو او د واورې کچه د ۱۵ څخه تر ۳۰ سانتي مترو پورې اټکل شوې ده.
په ورستیو څو ورځو کې ورښتونو او سېلابونو د افغانستان په بېلابېلو برخو کې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه واړول.
د طالبانو تر واک لاندې پېښو ته د رسېدو وزارت ویاند ملا جانان سایق تېره ورځ په یوه ویډیويي کلیپ کې ویلي و چې، د سېلابونو له امله د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ۷۰ کسان مړه او ۵۶ نور ټپیان شوي دي.