د ترکیې پولیس وايي، له ۳۰ څخه زیات افغان کډوال یې نیولي

AP ۱۴۰۳ وری ۲۹

تېره ورځ ناوخته د (وري ۲۸مه) د ترکیې پولیسو په چناق قلعه ښار کې د استوګنې له اسنادو پرته د ۳۳ افغان کډوالو د نیولو خبر ورکړی.
پولیسو ویلي، چې د دغه هېواد د ځواکونو په عملیاتو کې یې یو بل کس د «انساني قاچاق» په تور نیولی دی.

ترکي رسنیو هم راپور ورکړی، چې د کډوالو قاچاق د مخنیوي ادارې او د دغه هیواد د پولیسو د استخباراتو څانګې د ګډو عملیاتو په پایله کې د چناق قلعه په ښار کې لسګونه افغان کډوال په یوه پوسته کې تر پلټنو وروسته پېژندلي او نیولي دي.
نیول شوي افغان کډوال د ایواجیک په نوم مرکز ته لیږدول شوي او په پام کې ده چې له ترکیې وایستل شي.
د ترکیې پولیسو ویلي، چې د دوی ځواکونو په دغو عملیاتو کې له نیول شویو کسانو څخه یو موټر، ۱۳ د ژغورنې واسکټونه، ۳۳ زره لېرې او دوه سوه ډالره هم نیولي.
په ترکيه کې د استوګنې له اسنادو پرته د کډوالو د پېژندلو، نيولو او شړلو بهير په چټکۍ روان دی، او د روانې اوونۍ د يکشنبې په ورځ پوليسو په موګلا ښار کې تر ۵۰ زيات افغان پناه غوښتونکي نیولي وو.

نور خبرونه

رادیو