د کورنیو تولیداتو نندارتون کې د طالبانو په لاس جوړ «زېړه بوشکه» ماین نندارې ته وړاندې کړ

په پروان ولایت کې د کورنیو تولیدات په درې ورځيني نندارتون کې د زېړه بوشکه په نوم د طالبانو په لاس جوړ بوشکه یي ماین هم نندارې ته وړاندې شو. په دې نندارتون کې چې د بېلابېلو افغاني توکو سل ټپرۍ یا غرفې اېښودل شوې وې، د زیړو بوشکو غرفې د خلکو پام ځان ته اړولی و.

د زیړو بوشکو د ماینونو د غرفې مسوول سید اقبال سادات له رسنیو سره په خبرو کې ووېل، چې د همدې بوشکو په جوړولو سره یې امریکا او د ناټو ۳۶ غړو هېوادونو ته ماته ورکړې ده.
د نوموړي په وینا: «دا بوشکې یوازې په پنځوسو افغانیو جوړېدې او د امریکایانو د لس میلیونه ډالرو په ارزښت ټانک ته به یې زیان رساوه.»

په دغه نندارتون کې د زېړې بوشکې په پوسټر کې د بهرنیو ځواکونو پر زغرګاډو سربېره د پخواني افغان ملي اردو د رېنجر عکس هم دی چې طالبانو هغه وخت په دې ماین سره په نښه کول، خو اوس پخپله پکې سپرېږي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ووېل، چې د «عالیست افغانیست» په نوم دغه نندارتون کورنیو تولیداتو ته د بازار موندنې په موخه جوړ شوی و.
دغه وزارت په یاد نندارتون کې د ښځو د حضور په اړه څه نه دي ویلي او هغه انځورونه چې له دې نندارتون څخه خپاره شوي ښځې پکې نه لیدل کیږي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د بوشکه یي ماین د غرفې په اړه هم څه نه دي ویلي، خو دا لومړی ځل دی چې د کورنیو تولیداتو په نندارتون کې چاودیدونکي توکي نندارې ته اېښودل کیږي.
طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته د یو شمېر ولایتونو په موزیمونو کې هم زېړې بوشکې نندارې ته اېښې دي او دغه بوشکه یي ماینونه د خپلې بریا سمبول ګڼي.
که څه هم طالبان وایي، چې په افغانستان کې جګړې پایته رسېدلي او خلک دې ته هڅوي چې په افغانستان کې په سولییزه توګه ژوند وکړي، خو ورته چلند بیا د سولې په اړه د خلکو ترمنځ پوښتنې رامنځته کوي.
طالبان د سولې او امنیت په ادعاوو سره سره په تېرو دوه نیمو کلونو کې د امنیتي ادارو په چوکاټ کې د ځانمرګو بریدګرو ځانګړې قطعه جوړه کړې ده او دغه راز د چاودېدونکو توکو د نندارې لپاره زمینې برابروي.
د راپورونو له مخې، طالبانو په افغانستان کې ترهګرو ډلو ته هم ځای ورکړی دی، هغه څه چې طالبان یې ردوي.