د بریتانیا مشرانو جرګې رونډا ته د پخوانیو افغان ځواکونو د اېستلو پر معافېدو رایه ورکړه

AP ۱۴۰۳ وری ۲۹

د بریتانیا سنا مجلس رونډا ته د "ناقانونه" پناه غوښتونکو د ویستلو په پلان کې د تعدیل په پلوي رایه ورکړه، چې له دې پلان څخه د لندن افغان پوځي ملګري لرې کوي.

د مخالف ګوند دوو غړو سټیفن کېناک او لوک پولارډ هم په یوه لیک کې د دغه تعدیل د عملي کېدو غوښتنه کړې ده.

دا تعدیل به د هغو پخوانیو افغان ځواکونو ملاتړ وکړي، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته بریتانیا ته په ناقانونه توګه ورغلي دي.

هغه افغان ژباړونکي چې په افغانستان کې د بریتانوي ځواکونو سره یې کار کاوه هم په دې تعدیل کې راتلای شي.
رونډا ته د پخوانیو افغان پوځیانو له اېستلو څخه د معافیت د تعدیل طرحه د بریتانیې د پخواني دفاع وزیر دیس براون له‌خوا وړاندیز شوې وه.
د بریتانیا د لارډز ماڼۍ (سنا مجلس) د بریتانیا د لومړي وزیر ریشي سونک په هغه پلان کې د تعدیل غوښتنه کړې، چې رونډا ته د "ناقانونه" کډوالو د شړلو په اړه ده.
رونډا ته د پخوانیو افغان پوځیانو او ژباړونکو د شړلو د لغوه کولو غوښتنې ته د بریتانیا په مشرانو جرګه کې ۲۷۵ مثبتې او ۲۱۸ منفي رایې ورکړل شوې.
دا رایه اچونه د دوشنبې په ورځ د رونډا پلان په اړه او نورو تعدیلاتو سره یو ځای تر سره شوه.
د رایې ورکولو وروسته، د بریتانیا د پارلمان دوو غړو سټیفن کېناک او لوک پولارډ د غیرقانوني کډوالۍ سره د مبارزې وزیر او د وسله‌والو ځواکونو د بهرنیو چارو وزیر ته په یوه لیک کې د تعدیل د پلې کېدو غوښتنه وکړه.
په دغه لیک کې ویل شوي دا درېیم ځل دی، چې د بریتانیا سنا مجلس رونډا ته د افغانستان د پخواني حکومت د پوځي ځواکونو د نه اېستلو په اړه رایه ورکوي او حکومت یې ردوي.
وكيلانو له اړوندو وزيرانو وغوښتل، سنا مجلس ته تر ستنېدو وړاندې دې پر دې تعديل يو ځل بيا غور وكړي او خپله پرېكړه دې بدله كړي.

نور خبرونه

رادیو