د پاکستان د پارلمان غړی: پاکستان امریکا ته په بلوچستان کې دوه هوايي اډې ورکړې دي
د پاکستان د ملي اسمبلۍ غړی شېرافضل مروت وايي، چې دغه هېواد امریکا ته د افغانستان او ایران پولو ته څېرمه په بلوچستان کې دوه هوايي اډې ورکړې دي.
د تحريک انصاف ګوند دغه غړي د ليندۍ په ٢٩مه، د شهباز شريف پر بهرنۍ تګلارې نيوکې وکړې.
ښاغلي مروت په اسلام اباد کې په یوه خبري کنفرانس کې خبریالانو ته وویل: "تر هغه ځایه چې موږ پوهیږو، پاکستان د افغانستان او ایران پولو ته څېرمه په بلوچستان کې خپلې دوه هوايي اډې امریکایانو ته ورکړې دي."
ښاغلی مروت د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند له مهمو مشرانو څخه دی.
د سې شنبې په ورځ په ورته وخت کې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان اسلام اباد ته سفر وکړ او ویې ویل، چې سعودي عربستان د امریکا استازيتوب کوي او د پاکستان له صدراعظمۍ د عمران خان په لرې کولو کې یې له امریکا سره همکاري کړې ده.
د نوموړي له څرګندونو وروسته تحریک انصاف اعلان وکړ، چې دا خبرې د دې ګوند دریځ نه دی او د هغه شخصي نظر دی؛ خو په دې وروستیو کلونو کې امریکا ته د هوايي اډې سپارل په پاکستان کې یوه جنجالي موضوع ده.
پر افغانستان د امریکا له برید وروسته پاکستان امریکايي ځواکونو ته په بلوچستان کې د شمسي هوايي اډې په ګډون خپلې هوايي اډې ورکړې، چې دوی له طالبانو سره په جګړه کې کارولې؛ خو وروسته امریکا دغه اډه پرېښوده.
له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د وخت په نږدې کېدو سره د امریکا له خوا د پاکستان له هوايي اډې د کار اخیستو مساله یو ځل بیا ګرمه شوه.
هغه مهال د عمران خان حکومت امریکا ته د اډې له سپارلو ډډه وکړه.
کارپوهان په دې باور دي، چې دا مساله د عمران خان او امریکا ترمنځ د ترینګلتیا یو لامل ګرځېدلی.
له واکه د عمران خان له لېرې کېدو وروسته د دغه ګوند پلویانو یو ځل بیا د شهباز شریف حکومت له امریکا سره په جوړجاړي تورن کړی دی.
د پاکستان هوايي اډې اوس د امریکا لپاره چې په افغانستان کې پوځي حضور نه لري، ستراتیژیک اهمیت لري، په ځانګړې توګه په داسې حال کې چې امریکا لا هم په افغانستان کې د داعش په ګډون د تروریستي ډلو د فعالیتونو او په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو په اړه اندېښمنه ده.
سیمه او لویدیځ اندېښمن دي او له بلې خوا امریکا اوس د ایران د فعالیتونو په اړه ډېره اندېښنه لري.
اوس چې د شهباز شریف د حکومت او طالبانو تر منځ اړیکې د عمران خان په دوره کې هغسې ښې نه دي، امریکا ته د هوايي اډې سپارل یوه سیاسي «ګټه» بلل کېږي.