وال سټریټ ژورنال: سعودي او اماراتو د ایران د برید پر وړاندې له امریکا سره همکاري کړې

وال سټریټ ژورنال د عربي چارواکو له قوله لیکلي، چې سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو له امریکا سره ګډه استخباراتي همکاري درلوده، چې پر اسراییل د ایران اسلامي جمهوریت د هوايي بریدونو پر وړاندې یې په خورا بریالي دفاعي ځواب کې مرسته وکړه.

راپور زیاتوي چې دغو هېوادونو د متحده ایالاتو او اسراییلو لخوا د دوی هوایي حریم څخه ګټه اخېستل رد کړل.