ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو سېلابونو سلګونه کورونه او زرګونه جریبه ځمکه ویجاړه کړې
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/878a846a8ee58b1acca6058a66be9082831692b5-800x600.jpg?rect=0,75,800,450&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر اوچا ویلي، په افغانستان کې وروستیو سېلابونو او ورښتونو نږدې زر کورونه او ۶۳ زره جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه کړې ده. اوچا زیاته کړې ده، چې ورښتونو د څه باندې یو زرو ۲۰۰ کورنیو ژوند اغېزمن کړی دی.
دغه سازمان د سې شنبې په ورځ په خپل اېکس کې لیکلي، چې په افغانستان کې د وروستیو ورښتونو له امله ۳۲ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۴۴ نور ټپيان شوي دي.
اخوا طبیعي پېښو ته د رسیدګۍ په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت د یکشنبې په ورځ ویلي و، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د وروښتونو او سېلابونو د راوتلو له امله ۳۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۷ نور ټپيان شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر وايي، چې دغه سازمان د تلفاتو او د زیانمنو شویو کسانو اړتیاوې ارزوي، ترڅو مرستې ورسوي.
د راپورنو له مخې، دغو وروښتونو او سېلابونو د پام وړ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون هم د سې شنبې په ورځ د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې په دایکندي، غور، پکتیکا، کاپیسا او لغمان ولایتونو کې ددغو وروښتونو او سېلابونو له امله د مالي او ځاني زیانونو ترڅنګ لسګونه څاروي هم له منځه تللي دي.