په هند غوره لیګ کې سنرایزر حیدراباد لوبډلې د ډېرو منډو جوړولو ریکارډ جوړ کړ

سنرایزر حیدراباد لوبډله د هند غوره لیګ په تاریخ کې لومړنۍ لوبډله شوه، چې د ۲۸۷ منډو په جوړولو سره یې نوی ریکارډ جوړ کړ. سنرایزر حیدراباد د ډېرو منډو جوړولو ریکارډ د رویل چلنجرز بنلګور لوبډلې په وړاندې جوړ کړ.

د هند غوره لیګ (ای پي اېل) کې د دوشنبې په ورځ په چناسوامي لوبغالي کې د سنرایزر حیدراباد او رویل چلنجرز لوبډلو ترمنځ لوبه وشوه.
سنرایزر لوبډلې په دې لوبه کې د بنګلور لوبډلې په وړاندې لومړی توپ وهنه وکړه او د دغه لیګ په تاریخ کې یې د ډېرو منډو خپل مخکنی ریکارډ مات کړ او د درېیو وېکټو پر مټ یې د ۲۸۷ منډو په جوړلو سره نوی ریکارډ ثبت کړ.
په دغه لوبه کې د حیدراباد لوبډلې پیلیز توپ وهونکي ټریوس هېډ په ۴۱ توپونو ۱۰۲ چټکې منډې جوړې کړې.
د هېډ له لوري د اته شپږېزو او نهه څلوریزو په مټ دا په ای پي اېل کې څلورمه چټکه سلیزه وه.
د هند غوره لیګ د ۲۰۲۴کال په روانو سیالیو کې تر دې وړاندې حیدراباد لوبډلې د ممبۍ اېنډین په وړاندې د ۲۷۷ منډو ریکارډ درلود.
د شل اوریزو لوبو په تاریخ کې د ډېرو منډو ریکارډ له نیپال لوبډلې سره دی، چې د کنګولیا لوبډلې په وړاندې یې په یوه لوبه کې ۳۱۴منډې جوړې کړې دي.
د حیدراباد او بنګلور لوبډلو تر منځ سیالي حیدراباد په ۲۴ منډو وګټله او په دې سره بنګلور لوبډلې د هند په روان غوره لیګ کې سر په سر شپږ ماتې وخوړلې.