د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته ځي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان به د دوشنبې په ورځ اسلام اباد ته سفر وکړي.

پاکستان ویلي چې شهزاده فیصل بن فرحان به د دوو ورځو لپاره اسلام اباد ته سفر وکړي او موخه یې د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو پراخول دي.

تر دې مخکې د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف سعودي عربستان ته تللی و او هلته یې د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره کتلي وو.