پاکستاني لوبغاړو د ځلموټو سکواش په نړیوالو سياليو کې د سرو زرو او برونزو مډوالونه وګټل

د پاکستان سکواش لوبډلې په اسټرليا کې د ځلموټو د ۲۰۲۴ کال په سکواش نړیوالو سيالیو کې د سرو زرو او برونزو مدوالونه وګټل. پاکستاني لوبغاړو په دې سیاليو کې اسټراليا، نيوزيلينډ او ماليزيا ته ماتې ورکړي.

د پاکستان دولتي رادیو د شنبې ورځې د راپور له مخې، د اسټراليا په سکواش سياليو کې پاکستاني «هلکانو او نجونو» خپلو سياليو لوبغاړو ته په لوی توپیر ماته ورکړه.

د دوی د معلوماتو له مخي، په دې سيالیو کې د پاکستان د هلکانو «۱۳، ۱۵ او ۱۷» کلنو لوبډلو له خپلو سيالو اسټرليا او نيوزيلينډ څخه درې د صفر په مقابل کې لوبې وګټلې.

د ۱۳ کلنو نجونو په لوبډله کې ماهنور خپلي ماليزيايي سيالي ايملي سينير ته درې د صفر په مقابل ماته ورکړه او د ۱۷ کلنو نجونو په لوبډله کې پاکستانۍ مهوش ۲ د ۳ په مقابل کې له ماليزيايي ايرن ويلي لوبه وګټله.

په دې برياو سره پاکستان د ځلموټو سکواش سياليو کې د سرو زرو او برونزو مډالونه وګټل.

د ۲۰۲۲ کال اګسټ مياشت کې د ځلموټو سکواش دغه سيالۍ په فرانسه کې تر سره شوې، چې پاکستان پکې د برونز مډال په ګټلو دريم ځای خپل کړی و.