‏د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت: د پروان_بامیان لار د ټرافیکو پر مخ وتړل شوه

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس د ټرافیکو پر مخ د پروان_بامیان د لارې له بندېدو خبر ورکړی. دغه لار د شپې له نهو بجو راهیسې د ټرافیکو پرمخ تړل شوې ده.

ښاغي حقشناس په اېکس پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره لیکلي، چې د سخت باران او سېلابونو د راوتو له امله د شینوارو ولسوالۍ د غوربند درې په بېلابېلو برخو کې او د پروان ولایت په سیاګرد ولسوالۍ کې د سېلابونو راوتو له امله د پروان_بامیان لار د ټرافیکو پرمخ تړل شوې ده.
‏ښاغلي حقشناس همدارنګه لیکلي، په پروان ولایت کې د ټولګټو وزارت کارکوونکي هڅه کوي چې دغه لار پاکه او د ټرافیکو لپاره یې خلاصه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي‌چلند د هوا پوهنې ریاست ویلي و، د پنج شنبې او جمعې په ورځو کې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د واورې، باران، سېلابونو راوتو او چټک توپان اټکل شوی.
د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي‌چلند وزارت د پنج شنبې په ورځ د (وري ۲۳مه) په اېکس پاڼه لیکلي و، چې د وري په ۲۳مه او ۲۴مه نېټه په بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، کونړ، بلخ، پروان، پنجشیر، کاپیسا، کابل، لوګر، پکتیا، نورستان، لغمان، ننګرهار، خوست، پکتیکا، زابل، کندهار، هلمند، ارزګان، ډایکنډي، غور، هرات، فراه، نیمروز، بادغیس، سرپل، بامیان، میدان وردک، غزني، سمنګان، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې د سالنګونو په ګډون د درنې واورې، تېز باران، چټک توپان او سېلابونو د راوتو اټکل شوی دی.