د خوړو نړۍوال پروګرام: په بدخشان کې مو له سل جریبه ډېره ځمکه زرغونه کړې ده
د خوړو نړۍوال پرواګرام وايي، چې په بدخشان کې یې له سل جریبه ډېره شاړه ځمکه په زرغونې ځمکې بدله کړې ده. دغه پروګرام تېره ورځ پر اېکس پاڼه لیکلي، چې دا کار یې هلته د کلیوالو ټولنو په مرسته کړی دی.
د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي، له دې کار یې موخه کورنیو او ماشومانو ته د خوړو برابرول دي.
تر دې وړاندې د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي و، چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ په کلینیکونو کې د تېر کال پرتله د ناروغانو په شمېر کې درې برابره زیاتوالی راغلی او دغه وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي.
دغه پروګرام زیاته کړې وه، چې د مرستو کمېدل یو له هغو لاملونو څخه دی، چې د دغو شمېرو په زیاتوالي کې یې مرسته کړې ده.
د دغه پروګرام د شمېرو له مخې، ۱۵.۸ مېلیونه وګړي (نږدې ۴۰ سلنه نفوس) د ۲۰۲۳ کال له نوامبر څخه تر ۲۰۲۴ کاله پورې د خوراکي توکو د خوندیتوب له جدي ګواښ سره مخ دي.
له بل پلوه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړې استازې مرستیال ښاغلي اندریکا راتوت ویلي و، له ۳.۰۶ مېلیارد ډالرو د اړتیا وړ مرستې څخه یوازې شپږ سلنه چې ټولټال د ۲۹۰ مېلیونه ډالر کېږي، تر لاسه کړي دي.