ترکیې یوشمېر افغان او پاکستاني کډوال نیولي دي

AP ۱۴۰۳ وری ۲۴

د ترکیې اناتولي خبري اژانس راپور ورکړی، چې د دغه هېواد امنیتي سرتېرو په ادېرنه ولایت کې ۱۴ «ناقانونه» کډوال تر پېژندلو وروسته نیولي دي.
د دغه راپور پر بنسټ، دغه کډوال افغانان او پاکستانیان دي چې په ناقانونه لارو ترکیې ته تللي وو.

ویل شوي، ټول دغه کډوال د ادېرنې ولایت د کډوالو ادارې ته لېږدول شوي دي.
راپورونه ښیي، چې په ترکیه د بې اسناده کډوالو او په ځانګړې توګه د افغان کډوالو نیونه، اېستنه او بد چلند زیات شوی دی.
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د « ناقانونه» کډوالو د پېژندلو لپاره یې د ترکیې په بېلابېلو ښارونو کې امنیتي پوستې او کرځنده ګزمې ډېرې کړې دي.
ترکي رسنیو د پنج شنبې په ورځ (د وري ۱۶مه) راپور ورکړ، چې د ترکیې د اوشاک ښاروال اوزکان یلیم خبرداری ورکړی؛ که د افغانستان او سوریې اوسېدونکي په دغه ښار کې وړه تېروتنه هم وکړي؛ نو وبه اېستل شي.

نور خبرونه

رادیو