نن په پاکستان کې د دغه هېواد د اوسېدونکو ترڅنګ افغان کډوالو هم د کوچني اختر ورځ ونماځله

نن د کوچني اختر لومړۍ ورځ د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې افغانانو دغه ورځ ونماځله. دا لومړی ځل دی، چې په پاکستان او افغانستان کې اختر په یوه ورځ نماځل کېږي؛ تر دې وړاندې به د دغو دواړو ګاونډیو هېوادونو کې اختر یوه ورځ وړاندې، وروسته نماځل کېده.

په پلازمېنه اسلام اباد کې زرګونه افغان کډوالو د دغې ورځې په سهار یو بل ته د اختر مبارکي وویله.
په اسلام اباد کې افغان کډوال پخوانی ډګروال زمري په دې اړه افغانستان انټرنشنل ته وویل: موږ خوشاله یو، چې د کوچني اختر ورځ د خپلو مسلمانو ګاونډیو سره یو ځای نماځو؛ خو خواشیني په دې یو، چې ښایي څو ورځې وروسته یو ځلې بیا د افغان کډوالو د نیولو لړۍ پیل شي.
نوموړي له پاکستاني حکومتي چارواکو غوښتنه وکړه، چې په دې برخه کې دې له صبر او زغم څخه کار واخلي او په افغانستان کې د وضعیت تر سمېدو او هلته د قانون تر واکمنېدو دې افغانان وزغمي.
سره له دې چې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال له سختو اقتصادي او نورو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي؛ خو ډېری یې وایي، په اوسنیو شرایطو کې ورته دلته اوسېدل ځکه غوره دي چې هم یې ماشومان زده‌کړې کولای شي او هم د یو نیمګړي کار وبار څښتنان دي.
تېر کال د نومبر په میاشت کې هغه مهال چې د پاکستان لنډمهاله ادارې د بې اسناده افغان کډوالو د اېستلو پرېکړه وکړه ورسره هم مهاله شاوخوا نیم مېلیون افغانان له دغه هېواده واېستل شول، چې دا مهال په افغانستان کې د سختو ستونزو او کړاوونو سره مخامخ دي.
دا پلا بیا د پاکستان نوي حکومت ویلي، چې له کوچني اختر وروسته به افغان کډوال له دغه هېواده باسي چې دغې پرېکړې هم افغان کډوال او هم یې نړۍوال خواخوږي اندېښمن کړي دي.