د اروپا پارلمان د اروپايي ټولنې د کډوالۍ په پالیسیو کې پراخ اصلاحات تصویب کړل

AP ۱۴۰۳ وری ۲۲

د اروپا پارلمان له کلونو بحثونو وروسته د چهارشنبې په ورځ په اروپايي ټولنه کې د پناه غوښتنې او کډوالۍ تړون تصویب کړ.

د نویو بدلونونو پر بنسټ؛ د پناه غوښتونکو د کډ،الۍ دوسیې او د هغوی د اخراج بهیر چټک شوی دی.

دا تعدیلات باید په رسمي ډول د اروپايي شورا له خوا تصویب شي او باید د ټولو غړو هېوادونو له خوا هم په رسمي ډول ومنل شي.

د دې اصلاحاتو مسوده د ۲۰۲۰ په سپټمبر کې د اروپایي کمېسیون له خوا وړاندیز شوې وه؛ ترڅو په ۲۰۱۶ کې د تېرو خبرو اترو له ناکامۍ وروسته د پناه غوښتنې او کډوالۍ په اړه د اروپایی قوانینو د بیاکتنې لپاره نوې هڅې پیل کړي.

د اروپايي اتحادیي د شورا د بیان له مخې؛ دا قانون وړاندیز کوي چې یو نوی او لازمي د څېړنې او ارزونې سیسټم به په ټولو سرحدونو او اروپایي اتحادیې کې ټولو لارو کې پلي شي.

اروپايي اتحادیې ته د کډوالو د ننوتلو د مخنیوي لپاره د پولو د کنټرول سختول، د هغو کسانو د ګړندي راستنیدو لپاره د توقیف ځایونو جوړول چې پناه یې نه ده منل شوې، په دغو اصلاحاتو کې مهم دي.

دغه راز په نوي تړون کې د ټولو اروپايي هېوادونو له خوا د پناه غوښتونکو پر منلو ټینګار شوی دی.

د دې هدف د یونان او ایټالیا په څېر هېوادونو باندې د فشار کمول دي، چې د افریقایي او اسیایي هېوادونو څخه د کډوالو لومړني ځایونه دي.

د پولنډ په ګډون یو شمېر هېوادونو د غیر اروپايي هېوادونو په تېره بیا د مسلمانو کډوالو د منلو مخالفت کړی دی.

په داسې حال کې چې د اروپايي اتحادیې د کورنیو چارو کمېشنر یلوا جوهانسن دا تړون "یوه تاریخي شېبه" بللې.

په تېرو څو کلونو کې د نړۍوالو بحرانونو د زیاتوالي سره اروپايي اتحادیه د غیرقانوني کډوالۍ او د پناه غوښتنې غوښتنلیکونو له زیاتوالي سره مخ ده.

د اروپايي ټولنې د سرحدي او ساحلي ګارد ادارې د شمېرو له مخې؛ یوازې د ۲۰۲۳ کال په لومړیو یوولسو میاشتو کې د اروپايي ټولنې له بهرنیو پولو څه باندې ۳۸۰ زره ناقانونه تګ راتګ ثبت شوی دی.

د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې ادارې د معلوماتو له مخې؛ د ۲۰۲۳ کال تر پایه د پناه غوښتونکو شمېر ۱.۴ میلیونو ته ورسېد.

نور خبرونه

رادیو